افغان ځوانان

د معلوماتو د بشپړو لو په برخه کی

افغان ځوانان

د معلوماتو د بشپړو لو په برخه کی

نومشود

د هلکانو نومونه

د انجونو نومونه

د هلکانو نومونه

دانجونو نومونه

اختر

اجمل

اوښتون

اتل

انګار

امیل خان

ایمل

انځور

اباسین

ازمون

ارمان

اند

انند

اڅک

انځرګل

بیټ

باتور

بهادر

بری

برلاس

باز ګل

برید

باز

برمل

بازون

بڅرکۍ

بریالی

بهیر

پسرلی

پهلوان

پیزوان

پاچا

پردېس

پتیال

پتنګ

پښتون

پاڅون

پتمن

پیوستون

پدهیال

پاچا

پټان

پېوند

تندر

تورګل

تاند

تکل

تورکی

تورن

تورڼی

توریال

تړون

توریالی

تازه ګل

جمالو

چمتو

چنار

چارګل

څرک

څپاند

څرګند

څیراغ

څاروان

ځونډی

ځلاند

ځېر

ځلمی

ځیګر

ځواک

ځیګ

ځیرک

خوشحال

خپلواک

خوځښت

خیال

خاورین

خېبر

خندان

خوازک

دریا خان

درنګ

دلاور

دریځ

روښان

رښتین

رڼک

رنګین

روان

ریدی

ژړک

ژوند

زمری

زمریالی

زمرک

زرغون

زرګل

زړګی

زیری

زیار

زیړګل

زلمی

زغرد

زړور

زیارمل

زمریالی

زېرئ

زرین

زروارو

ستوری

سمسور

سوبمن

سمندر

سهارګل

سپین

سمون

سحر

اوږۍ

اوښکه

اناره

اوستا

اوسنۍ

اوبخته

ابۍ

اوربل

اورنۍ

اورځلا

اشرفۍ

بازغه

بدرۍ

بدریه

بریښنا

ببرۍ

بله نسته

بېدیا

ببکه

بلبله

بابۍ

بخمله

بسوګله

بېتنۍ

بڼکه

بی بی زره

بختوره

پتمنه

پېلبو

پانګه

پلوشه

پرتمینه

پاولینه

پاڅنۍ

پسته

پستکۍ

پښتنه

پاڼه

پرخه

پیزوانه

پوڅاکه

پتاسه

پیروزه

تلوسه

ترخه

تورپیکۍ

تالنده

تمامه

تاتره

توتکۍ

تانده

تجلا

تنکۍ

ثنا

حماسه

څپه

څارا

څانګه

څاڅکه

څارمه

ځلانده

ځلبله

ځلا

ځولۍ

ځاله

خزانه

خیاله

خوږه

خاوره

خندا

خړکۍ

خارو

خولګۍ

خالۍ

خماره

خیال مینه

خیبره

درخانۍ

درانۍ

درخو

دولته

ډیوه

ډالۍ

رڼا

روانه

راڼۍ

روښانه

روهیله

روهیلۍ

ژړا

ژمنه

ژېړکه

زرغونه

زاڼه

زرکه

زرلښته

زردانه

زرپاڼه

زرینه

زرډیوه

زونډۍ

زربۍ

زرمینه

زرڅانګه

زرکه

زربخته

زرو

زرنۍ

سوله

سردارو

سپینه

سنځله

سپوږمۍ

سا

ستورۍ

سپین غر

سیلاب

سیلان

سپین

سمون

سحر

سباوون

سپین غر

سیلاب

شپون

شالون

شرنګ

شپونکی

شین ګل

ښادمن

ښالم

ښایسته خان

غروال

غبرګون

غازی

غورځنګ

غرغښت

غټئ

غیرت

غرنئ

غرزی

غمی

غښتلی

غشئ

کاڼی

کلیوال

کړوخیل

کروړ

ګټیالی

ګړندی

ګل

ګلالی

ګلبت

ګلاب

ګران

ګلبڼ

ګهیځ

ګلورین

لونګین

لیوال

لرغون

لونګ

لمر

لالی

لایق

لمرڅرک

مړوند

مېوند

مېړنی

ملنګ

مین

مینه ګل

مینه ناک

مینه پال

میرویس

منګول

مټور

منلی

مرغلین

مخکښ

مروړ

ننګ

ننګیالی

نوښت

نومیالی

نښتر

ناوړګۍ

ودان

ویاړ

ویاړمن

وریځ

ویال

ورین

واکمن

هیواد

هاند

هار

هلمند

یون

یرغل

سورګل

سرتور

سردار

سیال

سپېڅلئ

سپین ګل

سورغر

نوښت

نومیالی

نښتر

ناوړګۍ

ودان

ویاړ

ویاړمن

وریځ

ویال

ورین

واکمن

هیواد

هاند

هار

هلمند

یون

یرغل

سورګل

سرتور

سردار

سیال

سپېڅلئ

سپین ګل

سورغر

شپنه

شغله

شرنګو

شمله

شاترینه

شاتره

شامسته

شربت ګله

شین خالۍ

شینکۍ

شیرینو

شېبه

ښکلا

ښاپیرۍ

ښادیزی

ښایسته

طوطانه

غونډۍ

غورځکه

غرنۍ

غنچه

غاړه ګۍ

غوټۍ

غرڅنۍ

غاټول

کبلۍ

کوچۍ

کاکۍ

کلیواله

کیږدۍ

کوکۍ

کوتره

کراره

ګلدسته

ګلبشره

ګلپیغله

ګرانه

ګل څانګه

ګل بدنه

ګل لمنه

ګلانه

ګوربته

ګل خندا

ګل څېره

ګېډۍ

ګل څېره

ګورګره

ګلڅوکه

ګلپاڼه

ګل مکۍ

ګلالۍ

ګل پری

لښته

للمه

لېمه

لونګینه

لایقه

لمبه

لیندۍ

مېړنۍ

ملالۍ

موسکا

میمه

موماڼه

مشکه

مرغابۍ

میمونه

ململه

مینه

مالداره

مرغلره

مکۍ

مڼه

مېلمنه

ملاله

ملایئکه

مسته

ملنګه

مرغۍ

نازو

نته

نتکۍ

نرګس

نکریزه

نغمه

نیکمرغه

ننداره

نینه

نیکبخته

نارئ

نیازمنه

واوره

وریځ

واورینه

وږمه

ولوله

ویدا

وړانګه

وریشمینه

وړه

ولمه

وښکاله

هوسۍ

هوسا

هسکه

هوا

هیله

هیلۍ

سلګۍ

سېلۍ

سپلنۍ

سیاله

سپېڅلې

سایره

سندره

دپښتو هنر ډوبیږی!

دپښتو هنر ډوبیږی! دډیرمودې وروسته دپښتو ژبې ادب او هنر یوځل بیا خپل عروج ته رسیدلای وه او په خدای باوروکړی ډیرخوشحاله وم چې نوروقومونو هم دپښتوژبې سندرې او ساز(رباب منګی) خوښولو. یوه ورځ د یوڅو ملګرو سره ناست وم چې ډیری یې پنجابیان ول او دکرکټ لوبه موکتله ؛ نو دوقفې په وخت کې به مو نور چینلونه کتل نو یوه ورځ مو ای وی ټی خیبر چینل راونیو چې دایمن اداس یوه ډیره په زړه پوری سندره پیل شوه» زمادمینې نه توبه ده بیابه نه کوم مینه دجانان مینه عجیبه ده بیابه نه کوم مینه نو پدې وخت کې یو پنجابې وویل٬٬ دا څومره خوږه سندره ده او دپښتو ژبه څومره خوږه ژبه ده٬٬اوبیا یې راته وویل چې ته ما ته پښتو ژبه زده کړه، داډیره خوږه ژبه ده! ددغه ملګری په دغه څرګندونې ډیر خورا خوشحاله شوم او زړه می د ایمن اداس په څیر فنکارانو ته دعا وکړه چې دوی په ډیر لږو وسایلو دومره ښکلی کمپوزاو لایرکس سره سندره وایې چې دنورژبو خلک هم تری متاثره کیږې او حتی دپښتو ژبې دزده کړی هڅه کوی. نو پرځای ددی چې مونږه یی تشویق وکړو؛ مونږه یې له مینځه وړو، ایمن اداس خو مومړه کړه اونور سندرغاړی مودلراوبر پښتونخوا نه وتښتول اوورک موکړل

 

ادامه مطلب ...

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته ده؟

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته  ده؟


میرویس جلالزی


په افغانستان کې، د حامد  کرزی  د  تر تولو ځواکمن مخالف  سیاسی  اتحاد(ملی  ټلواله)پاشل کیدل خپل وروستی پړاو ته  رسیدلی دی.په تیره  یوه میاشت کې د جبهې دوه عمده  او له  نفوظ څخه ډکی سیاسی څیرې  هر یو  مارشال  محمدقسیم فهیم او بدنامه جنګ سالار  عبدالرشیددوستم د  دغې څپ څپاندې جبهې  له  پیکرڅخه  جلا شول او راتلونکو  ټاکنو په اړه یې خپل دریځونه د جبهې له واحد  دریځ څخه  بیل بیل اعلام کړل.هغوی راتلونکو ټاکنو ته  ځانګړی کړنلاری لری  او  ورسره ځانګړی اهداف.

((مارشال فهیم له کرزی سره اړخ  لګوی؟))

مارشال فهیم د اپریل  میاشتې  په شپاړسمه نیټه نیغ  په نیغه وروسته  له هغه له  جبهې سره  خپلی حزبی اړیکی پرې کړې چې دغې جبهې د شمالی ایتلاف  د  وژل شوی مشر  احمدشاه مسعود نژدی ملګری او د  کرزی د حکومت د  بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل  نوماند په توګه  وټاکل.په  اصل کې د فهیم  دغه  دریځ د ټلوالی  له بنیادی اصولو او ژمنو سره په ټکر کې  واقع شو.مارشال فهیم وویل چې د ډاکټر  عبدالله عبدالله  له  کاندیداتورۍ سره  نه  دی،  نه  احمدضیامسعود او نه  هم جنرال دوستم  موافق  دی.د مجاهدینو د  لومړیو کرښو  دغه قوماندان په دغو نیغو خبرو سربیره  له خپل زاړه  یار (حامدکرزی) سره د هغه  په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مرستې ټټر  ته هم سوکان ورکړل.مارشال فهیم اوس په دې باور دی او دا وایې  چې جبهې  باید په  یو بل  کاندید فکر کړی وای داسی کاندید له  که  حامدکرزی چې د افغانانو پراخ  ملاتړ ورسره دی.
 
((
محمد  محقق ،  دوستم له  ټلوالی څخه"جلا" کړ))

د جبهې د ټوکټوکیدا بل لامل د دغې  ټلوالې  د ازبکانو او شعیه  هزاره ګانو مشرانو نوی ایتلاف دی.د جنرال دوستم په پخوانۍ مشری او د نورالله  سادات په اوسنۍ مشری  د جنبش  ملی اسلامی ګوند او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت  اسلامی افغانستان  هم  راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوم آند د بریالی  توب لپاره ایتلاف جوړ کړ  او دغه دوه  تنظیمونه  نور نو د ټلوالی  سره یوه موخه  نه لری بلکې لارې یې بیلی، موخی یې بیلی او هڅی یې بیلی دی.د  تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ محمد محقق  او دوستم به  د  ولسمشرۍ  د ماڼۍ" ارگ " له اوسنی واکدار یعنی حامد کرزی څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ وکړی.
 
محمد محقق د مجاهدینو د بریالی توب د اولسم کال د تجلیل له  مراسمو څو ورځی دمخه په خپله یوه  غونډه کې  د  کرزی د لوډسپیکرپه توګه رول ولوباوه  او په خپلو خبرو کې یې څو څو ځله د  حامد کرزی ملاتړ وکړ.زما په اند له  ملی ټلوالی څخه د مارشال  فهیم،  محمد محقق او جنرال دوستم  وتل به چې یو یې په تاجک  بلاک، بل یې  په ازبک  بلاک  او دریم یې هم په هزار بلاک پوری تړلی دی،  وکولای شی چې د  جبهې په دننه کې د هرې ورځی په تیریدو د زهرو د غړپ په څیر د ناروغۍ او مرګ فضا حاکمه  کړی.ښایې دغه مثلث ایتلاف  د جبهې د ړنګیدو وروستۍ او بریالۍ  هڅه وی.

((د مصطفی کاظمی مړینه او پر ټلوالې یې اغیزه))


د ولسې جرګې  مړ  شوی غړی سیدمصطفی  کاظمی یو له هغو کسانو څخه وو چې د ملی ټلوالی د بنسټ په ایښودلو او دغه بنیاد ته یې د مرستو په را جلبولو کې پوره ونډه لرله.له دې  څخه سترګی نه شو پتولای چې کاظمی د ایران له دولت سره نژدې اړیکی لرلی اود ایران دولت هم د ملی ټلوالی په جوړولو کې مهم رول درولود.کله  چې کاظمی نه وو وژل شوی نو د ولومړی ځل لپاره یې د  ۲۰۰۷کال د مارچې میاشتې  په ۱۳مه نیټه د جبهې  تر جوړیدو وروسته له  خبریالانو سره وکتل او د  جبهې د جوړښت او موخو په اړه یې ورته  معلومات ورکړل.جبه داسی نه وه  چې یوازی د ایران ملاتړ یې له ځان سره درلود.په دغه جبه  کې پخوانی  کمونیستان، مجاهدین، د شاهی خاندان  کسان، تیکنوکراتان او یو شمیر  د اوسنی حکومت عالی رتبه  چارواکی هم غړی ول.د بیلا بیلو فرقو دغه یاد شوی کسان په یوه ډول نه په یو ډول یا له غربی  ا یا هم له یو شمیر شرقی هیوادونو سره اړیکی لری او د هغوی له خوا اوس هم ملاتړ کیږی.داسی رپوټونه شته  کله چې مصطفی کاظمی په یوه ترهګریز  برید  کې د بغلان په ولایت کې ووژل شو له هغه وروسته د جبهې په مشرتابه کړۍ کې  لانجې را پورته شوی ، ټلواله له  مالی اړخ  څخه هم له  ستونزو سره  مخ شوه او ایرانی  چارواکو دا پیش بینی کړی وه  چې که چیرته  کاظمی  نه وی نو دغه ستونزی  متصوری  دی چې همداسی هم  وشول.د کاظمی تر مړینې  وروسته  جبهې  خپل لومړی دریځ له لاسه ورکړ او یو ډول انرشی  پکې حکم  فرما شوه.یو پر بل د ملې ټلوالی د غړو باور کم شو او یو بل ته سره غله شول.

د ملی ټلوالی کورنۍ کړکیچ
((
د ټلوالی  د پاشل کیدو خوځښت))

د  جبهې  دوهم  کورنۍ کړکیچ له دغې ټلوالی څخه د شاهی کورنۍ د مقتدر غړی مصطفی  ظاهر تدریجی لری والی دی.کله چې په ۲۰۰۸  کال  کې  ظاهرشاه ومړ نو مصطفی ظاهر د  شاهی کورنۍ د مشر وارث په توګه پاتی شو په داسی حال کې  چې نوموړی هم د ټلوالی غړی توب درلود.نوموړی د  ظاهر  شاه له  مړینی وروسته  له  ټلوالی  څخه  په  نیغه توګه نه خو په یوه  نه په یوه بهانه ځان  جلا کړ.د ۲۰۰۹ کال یعنی روان کال په سر کې له ملی جبهې  څخه د شاهی کورنۍ د تیکنوکراتانو  جلا والی  هم   د لمر  په شان روښانه شو.
  
د ملی جبهې د پاشل  کیدو دریم پړاو د شاهی کورنۍ له غړو وروسته له جبهې  څخه د یو شمیر کمونیست پلوه څیرو بیلوالی  وو.د بینوا ویب سایت محترمو لوستونکو حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړی هم  د ملی  ټلوالی په جوړښت کې شامل ول.حبیب منګل هغه کس وو چې د حزب دیموکراتیک  خلق  افغانستان غړی توب یې درلود  او د جبهې  له جوړیدو سره له  دغې جبهې  سره یو ځای  شوی وو خو اوس نوموړی  ولسمشریزو ټاکنو ته نوم آند دی.د حبیب  منګل  له دغه کړنی داسی ښکاری چې یو شمیر پخوانی کمونستان چې د جبهې  په ترکیب  کې  ول اوس سوکه سوکه له دغې ټلوالی واټن نیسی او ترینه په وتلو دی.

خو اوس دا روښانه  خبره ده چې د ملی ټلوالی له  مینځه  تګ خپلو وروستیو پړاونو ته رسیدلی دی.ډ ټلوالی خپل منځی شخړی، د نظرونو توپیر او د موخو بیلوالی هغه څه دی چې د جبهې د اصولو سره په ټکر کې واقع شوی او د هرې  ورځی په تیریدو د جبهې  غړی یو له بل څخه واټن  نیسی.ملی جبهه د  حامدکرزی د حکومت پر وړاندی د مخالفو سیاسی ډلو وروستی هغه  ګډ خوځښت وو چې په ۲۰۰۷  کال  کې  پیل  شو خو د دوو کلونو په تیریدو یعنی د ۲۰۰۹ کال په راتګ سره اوس د  له  مینځه  تګ واټن وهی. لیکوال میرویس جلالزی

ادامه مطلب ...

د پښتو د ولسی شعر هنداره

د پښتو د ولسی شعر هنداره

کله چې د پښتو شعر تاریخ مطالعه کېږی ، نو موږ په دغو شعرونو کې دوې شعرې عنعنې ګورو. یوه د پښتو د خپلو ملی شعرونو اوزانو عنعنه ده او پله هم د شرقی شا عرۍ عنعنه ده.

د شرقی شاعرۍ د عنعنې په تعقیپ چې د پښتو شاعرانو د زرو کلونو په جریان کې کوم شعری ژانرونه خپل کړی دی په هغو کې قصیده ، غزل ، قطعه ، رباعی ، مثنوی ،مخمس،مسدس،مسبع،مثمن،معشر،ترکیب،بند،ترجیح بند اونورشعری انواع شامل دی اودپښتوآثارویوه عمده ذخیره په همدغو قالبونوکې خوندی ده.

چې په دغوسندروکې چاربیتی ،بدلې،لوبې،بګتۍ،کسرونه،مقامونه اوولسی

منظوم داستانونه شامل دی.دغوشعری ژانرونودپښتوله هغولرغونوسندروڅخه انکشاف موندلى دى چې په لومړیواسلامی پېړیوکې،

پښتوشاعرانوپکې شاعری کوله.

دپښتودشفاهی ادبیاتو ځینې سندرې، لکه لنډۍ،سروکی،دښادۍ بدلې،داتڼ سندرې،نارې،چغیان،ساندې اونورې دغسې سندرې عام خاصیت لری.

داپه دې معنى چې ویویکی یې نه دی معلوم اودتاریخ په بیلابیلوپوړیوکې

اېجاد شوې اوخورې شوې اوله منځه تللې دی.داډول سندرې اوس هم په کلیو

اوبانډوکې داېجاد زمینې لری،مګرزموږولسی سندرې، لکه : چاربیتی،بدلې

اونورلکه لنډیواونوروغوندې عامې اوپه ټول ولس پورې اړه نه لری،بلکه داخاصې سندرې دی،چې ځینومشخصو کسانوویلې دی .

دهرې سندرې ویونکى اووخت معلوم دى،نوځکه داسندرې دهغوله ویونکوسره دادب دتاریخ په بېلابېلوپوړیوکې دمطالعې ځاى لری.

دتاسف ځاى دى،چې دغه چار بیتی، بدلې بکتۍ،لوبې،کسرونه اومقامونه

زیاتره دپښتودولسی شاعرانوله خواویل شوی دیاوداسندرې هم ډېرې نه دی لیکل شوی اولکه دپښتودعاموشفاهی سندروغوندې له منځه تللې دی،ډېرې لږنمونې یې په ځینوتذکرواویا ځینوجونګونوکې ثبت شوی دی ،پرهغوموږ دپښتو دابیاتو تاریخ دلومړې دورې اودوهمې دورې په بېلابېلوپړاونوکې خبرې وکړې.خوموږګوروچې ددیارلسمې پېړۍ په دوهمه نیمایی اودڅورلسمې پېړۍ په اوایلوکې ځینومستشرقینو،لکه جیمزمستترفرانسوی

د۱۸۴۹­­­ -­۱۸۹۴ دپښتونخوادشعرپه هار بار کې

ادامه مطلب ...